Bazar Application: د پروژی عنوان

2023-06-01: د پروژه پیل

2023-11-23: د پروژه پای

د بازار اپلیکیشن د پیر او پلور یوه انلاین او مجازي محیط دی، چې تاسې کولای شی د خپلې خوښې اړوند شیان او خدمات له مختلفو پلورونکو څخه وپیری، سربېره پر دې تاسې کولای شی چې خپل اجناس او خدمات د پلورونکي په حیث په دې اپلیکشن کې وپلوری. د ژوند په بیلا، بیلو اړخونو کې د ټکنالوژۍ روان پرمختګ زمونږ پام هم د انلاین بازار لوري ته واړولو، دا چې زمونږ په هېواد افغانستان کې راکړه ورکړه اوس هم زیاتره په دودیز او پخواني ډول ترسره کیږي، نو د انلاین پیر او پلور سره د خلکو د بلدتیا او د سوداګرۍ او تجارت د ودې لپاره مو د بازار اپلیکیشن په لار واچوو. دا اپلیکیشن د راکړې ورکړې د آسانتیا، ودې، همدا شان د پلورونکي او پیرودونکي د لګښت (د ټرانسپورټ لګښتونه، د خوړو لګښتونه، او نور) د ټیټولو، وخت له ضایع کولو، بیر و بار کمولو، د هوا د ککړتیا د مخنیوي، د پیرودونکو او پلورونکو د پیسو د امنیت په پار په لاره اچول کیږي، چې د نږدې سلو اصلي او فرعي کټګوریو په لرلو سره به ستاسې د اړتیا وړ توکې پکې موندل کیږي.: د پروژه معلومات